Aug 10, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • د د ښمنانو موخه دلبنان له ټولنې د مقاومت د بهیر جلاکول دي

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ دغه مشر د بیروت بندر د بیارغاونې لپاره له عربو هیوادونو په غوښتنې سره وئیلي دي ،نړیواله ټولنه باید دلبنان ظالمانه کلابندي لغوه کړي او اجازت دې ورکړي دغه هیواد د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنو مسلط کیدا پرته آزاد ژوند وکړي .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ  د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس یوه مشراسماعیل رضوان  نن په یولړ څرګندونو کې  د بیروت بندر  په چاودنې او د لبنان په کورنیو چارو کې د بهرنیو د لاسوهنې په غبرګون کې وئيلي دي،هغه څه چې په دغه هیوادکېرامینځةشوي،لوي مصیبت دی،خو باید دهغوبهرنیو دلاسوهنو او دپراختیاغواړوهڅو په مقابل کېهوښیار او ځير ووسو،چې د نړیوالو مرستوله لارې ترسره کیږي.

 د حماس غورځنګ دغه مسئول مقام  روښانه ړې ده ، دفلسطین ملت  دلبنان د خلکو په  درد او کړاؤ کې شریک دي  او دخپل ملت ډير لږ امکانات  د دوي په  اختیار کې ورکوي څو  لبنان  له دغه مشکله تیر شي. 

 اسماعیل رضوان  د لبنان له خلکو هم وغوښتل   له فرصت غواړو دې  فرصت واخلي او خپل ملی اتحاد او دمقاومت وسله دې  وساتي . 

ټیګونه

کمنټونه