Aug 15, 2020 04:40 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو د اسرائیلو او امریکا خدمت کړی

زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله له اسرائیلو سره په درې دیرش (۳۳) ورځني جنګ کښې د مقاومت د بریالیتوب د څوارلسمې (۱۴) کلیزې په مناسبت بیګا په یوې (۱) وینا کښې وویل

 له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو عادي کول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له انتخاباتو سره مرسته کول دي .

هغه د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژیم د موافقې د غندلو په ترڅ کښې ډاګینه کړه د سیمې ځینې عرب رژیمونه د امریکا نوکران دي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله دغه راز په دوه زره شپږم(۲۰۰۶) میلادي کال کښې په درې دیرش (۳۳)ورځني جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم ماتي ته اشاره وکړه او ویې ویل اسرایلو په درې دیرش (۳۳)ورځني جنګ کښې د لومړي ځل لپاره په سیمه کښې د دغه جعلي رژيم د بقا او د پاتې کیدا د خطر په هکله ویره او اندیښنه تجربه کړه .

هغه ویل درې دیرش (۳۳)ورځني جنګ د جنګ قواعد د لبنان په ګټه بدل کړل او د صهیونیسټ رژیم حقیقي ماهیت او د هغه د کمزورتیا سویه یې ثابته کړه .

د لبنان د  حزب الله مشر حسن نصر الله په درې دیرش ورځني جنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د سوریې ملاتړونو ته په اشارې سره وویل د لبنان خلک به هیڅکله دغه ملاتړونه هیر نکړي .

 

ټیګونه

کمنټونه