Sep 17, 2020 13:30 Asia/Kabul
  • د سیمې خیانتکار واکوالان دصهیونیسټانوپه درستو جنایتونوکې شریک دي

هغه څه چې پيښ شوي ،یوازې له قدس شریف او دفلسطین له مظلوم ولس سره دځينو هیوادونو دواکوالانو د دښمنیو د کلونو کلونو بې شرمۍ او بې ننګۍ په کاغذ لیکل وو ،له درستو وختونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د دوي اړیکې عادي او دوستانه دي او دا یوازې د بې ننګۍ داغ او ټکۍ ده ،چې په مُسکا سره د دوي په ټندې لګول شوی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د ایران داسلامی شورا مشرمحمدباقر قالیباف له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې د سیمې د ځينو عربو هیوادونو په اقدام په سختونیوکوسره ووئیل،دسیمې خیانتکار  واکوالان  له همدااوسه له تیر وخت څخه تر دې دمه د صهیونیسټانو په درستو جنایتونو کې شریک دي .

 قالیباف  نن  د فلسطین له آئيډیا سره د سیمې د ځينو عربو واکوالانو   د خیانت په غبرګون کې دیوې اعلامیې په  خپرولو سره  وئيلي دي ،هغه څه چې  په سیمې کې او  په انتخاباتي او ټيلیویژني  نمایشو کې رامینځةکیدونکي دي ، دنړۍ  دخلکو لپاره په تیره بیا  د اسلامی امت ،عربو ځوانانو او دفلسطین د مظلو ولس لپاره کومه نوي خبره  نه ده ، دسیمې ډيری حکومتونه  کلونه کیږي ، چې  د صهیونیسټو  ظالمانو په وینو ککړ لاسونه  په ډيرې لیوالتیا سره  څپوي  او د فلسطین د مظلوم ولس په کړیدلو او رنځورو  مخونو منګولې لګوي .

د ایران د اسلامی شورا مشر  روښانه کړې ده ،  هغه څه چې پيښ شوي ،یوازې  له قدس شریف او دفلسطین له مظلوم ولس سره  دځينو هیوادونو دواکوالانو د دښمنیو د کلونو کلونو بې شرمۍ او بې ننګۍ  په کاغذ  لیکل وو ،له درستو وختونو کې  له صهیونیسټي دښمن سره د  دوي اړیکې  عادي او دوستانه دي او دا یوازې د بې ننګۍ داغ  او ټکۍ ده ،چې  په مُسکا سره د دوي په ټندې لګول شوی دی   .

 

ټیګونه

کمنټونه