Sep 17, 2020 13:43 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو ساتل له فلسطین سره خیانت دی

د یمن دانصار ا... غورځنګ ویندوي وئيلي دي ، دیمن ولس هماغه راز له فلسطینه په ملاتړ کې پر خپلو دریځونو او له نیواکګر دښمن سره داړیکو د عادی کولو پر ردولو ټينګار کوي ، او دصهیونیسټانو په مقابل کې د سم دریځ نیونې په دلیل د سعودي تیریګرو سره په جنګ بوخت دي .

العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ،  د یمن د انصار ا...ولسی مبارزغورخنګ  ویندوي محمدعبدالسلام  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،هغه عرب رژيمونه چېد صهیونیسټ نیواکګر رژيم په لور ئې  ګامونه پورته کړي دي ، په حقیقت کې هیڅ شی نشي بدلولی ، ځکه چې له دې مخکې ئې هم په پټه  له وحشي صهیونیسټانو سره  ملګرتیاوې درلودلي دي .

 عبدالسلام روښانه کړې ده ،د فلسطین موضوع یوه اسلامی او عربي موضوع ده  او هیڅکله هم  صهیونیسټي ناروا رژيم په رسمیّت نشي پیژندلی .

  د  یمن دانصار ا... غورځنګ ویندوي  وئيلي دي ،دیمن ولس هماغه راز له فلسطینه  په ملاتړ کې پرخپلو دریځونو او له نیواکګر دښمن سره  داړیکو د عادی کولو پر ردولو ټينګار کوي،او دصهیونیسټانو په مقابل کې د سم دریځ نیونې په دلیل  د سعودي تیریګرو سره په جنګ بوخت دي .  

 

ټیګونه

کمنټونه