Sep 25, 2020 15:57 Asia/Kabul
  • یمن کښې د سعودي ائتلاف په اډه کښې چاودنې اتیا تنه مړه او ژوبل کړل

رسندوي سرچینو د یمن په شمال کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف په یوې اډې کښې د چاودنې او له امله یې د کابو اتیا کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

رسندوي سرچینو د یمن په شمال کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف په یوې اډې کښې د چاودنې او له امله یې د کابو اتیا کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

الخبر الیمني ویب سایټ په یو رپورټ کښې ویلي چې د یمن د شمال په علب سیمه کښې چې د عربستان د سویل له عسیره سیمې سره لګیدلې ده، په سعودي ائتلاف پورې د پيئلو عناصرو په پوځي اډه کښې تیره شپه چاودنه شوې ده.

د دغه رپورټ له مخې د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په هکله کره او فاینل شمیر په لاس کښې نشته خو ځینو سرچینو ویلي چې نزدې اتیا کسانو ته په کښې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاودنې علت هم تراوسه نامعلوم دی.

 

ټیګونه

کمنټونه