Sep 26, 2020 17:47 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو له خوا د ښارګوټي جوړونه د عربو هیوادونو درواغ اشوا کړه

د حماس د جهادي غورځنګ ویاند اعلان وکړ چي د اسرائیلو له خوا په فلسطین کې د ځمکو لاندې کېدو او د ښارګوټو د جوړونې د لړۍ دوام د عربو هیوادونو درواغ اشوا کړه.

د حماس جهادي غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل چي صهیونیستي رژیم د اردن په لوېدیځه غاړه کې د زرګونو کورنو د جوړولو پروژه تصویب کړې چي د اردن د لوېدیځې غاړې د لاندې کېدو د لړۍ د ودرېدو په اړه د اسرائبل او د عربي هیوادونو د درواغ ښودنه کوي.

صهیونیستي رسنیو اعلان کړئ چي نتانیانو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د ۵ زرو کورونو د جوړولو سره موافقه کړې دا په داسي حال کې دی.

دا په داسي حال کې دی چي د اسرائیلو له خوا د اردن د لوېدیځو غاړو د ځمکو د لاندې کېدو سره چي د ټرامپ د وړاندیز پر بنیاد مطرح شوی د نړۍ ټول هیوادونه مخالفت کړئ.

خو ځینو عربي هیوادونو د اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د رغولو د توجیه لپاره ویلي چي په دې کار سره به اسرائیل د فلسطین خاوره نور نه لاندې کوي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه