په یمن کې د جنګ د دوام موخه دامریکااسرائيلي پروژواجرا ده
المشاط ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ملت به هیڅکله د ظلم پيټی یو نسي ،او دخپل وطن دفاع ته به دوام ورکړي،د سعودي ائيتلاف له بندونو د درستو بندیانو دخوشي کولو لپاره ئې د صنعا د حکومت د هلوځلو پردوام ټينګار کړی دی .
د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي دامریکاحکومت او صهیونیسټ رژيم په یمن کې خپلو سپيرو او اقتصادي موخو ته د رسیدو لپاره په یمن هماغه راز د خپلو لاسپوڅو رژيمونو یعني د سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو د حملو د دوام غوښتونکي دي . المشاط همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ملت به هیڅکله د ظلم پيټی یو نسي ، او دخپل وطن دفاع ته به دوام ورکړي ،د سعودي ائيتلاف له بندونو د درستو بندیانو دخوشي کولو لپاره ئې د صنعا د حکومت د هلوځلو پر دوام ټينګار کړی دی .
په صنعاء کې دیمن د ملی نجات حکومت او له ریاض سره اړونده مستعفي حکومت په جینوا کې د شوي موافقې په اساس ، په روستیو شپو ورځو کې له یوه بل سره څه دپاسه زر بندیان مبادله کړي دي .