Oct 20, 2020 13:14 Asia/Kabul
  • په عراق کې په ډيپلوماټیکوپلاؤ هرډول حمله ترهه ګر اقدام دی

فالح الفیاض ددې خبرې په کولو سره چې ولسی رضاکار ځواک یو رسمي او قانوني اورګان دی ،زیاته کړې،هغه کسان چې ډيپلوماټیک پلاوي په نښه کوي،غیر قانوني ډلې ټپلې دي .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ د عراق  د الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک مشر فالح الفیاض وئيلي دي،هر ډول هغه پوځي اقدام چې د هیواد له مشخص چوکاټه بهر د عراقي  اورګانونو او یا  دبهرنیو  پلاوو په ضد ترسره شي ،یو ترهه ګر اقدام دی .

فالح  الفیاض  ددې خبرې په کولو سره چې  ولسی رضاکار ځواک  یو رسمي او قانوني اورګان دی ،زیاته کړې،هغه کسان چې ډيپلوماټیک  پلاوي په نښه کوي،غیر قانوني ډلې ټپلې دي .

 د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک مشر  په همداوروستیو کې د   عراق د پخواني خارجه وزیر او  د عراق د کردستان د ډیموکراټيک  اوسنی یو فعال مسئول مقام هوشیار زیباري په اربیل هوائي ډګر د توغندوي حملو  د عاملانو په باب په نیوکو سره وئیلي،په دې اړه د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په حکم سره یوه څيړنیزه کمیټې  جوړه شوې او  په شواهدو پسې ده .

هوشیار زیباري مدعي شوی   په اربیل هوائي ډګر توغندوي حملې په دې دلیل دي چې  دمقاومت ډلې فکر کوي ، کردستان سیمه  له امریکا سره نزدې رابطه لري او په همدې دلیل  اربیل په نښه کوي . د زیباري دغه څرګندونې  د عراق د الحشد الشعبي پشمول  دبیلابیلو ډلو او چارواکو  له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه