Oct 20, 2020 16:40 Asia/Kabul
  • د امریکا او د ترهه گرو هیوادونو له لیسټه د سوډان د نامې د ویتسلو ژمنه

ټاکل شوې ده ټرمپ د هغه څه په باب د درې سوه پنځه دیرش میلیون ډالرو په ترلاسه کولو سره چې د ترهه ګرۍ د امریکائي قربانیانو د کورنیو او تاواني شوو ګرمه ئې ګڼي،د سوډان نامه دترهه ګرۍ دملاتړو هیوادونو له لیسټه د سوډان نامه وباسي .

د سوډان او امریکا ترمینځ د صهیونیسټ رژیم  د په رسمیّت پيژندلو لپاره  چَنې وهل  هماغه راز دوام لري .سوډان د ترهه ګرۍ دملاتړو هیوادونو له لیسټه  ددغه هیواد د نامې د ویستلو غوښتنه کوي  او د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ د انتخاباتو د رائ اخستنې له ورځې ترمخکې پورې له اسرائيلو سره د سوډان د اړیکود عادي کیدا غوښتونکی دی .اوس  دامریکا ولسمشر له سوډان سره د موافقې د کولو په ترسره کولو سره وئيلي دي ،  چې ددغه هیواد نامه به ډ يره زر د ترهه ګرۍ  دملاتړو هیوادونو له لیسټه وباسي .

 ټاکل شوې ده ټرمپ د هغه څه  په باب د درې سوه پنځه دیرش میلیون ډالرو په ترلاسه کولو سره چې د ترهه ګرۍ د امریکائي قربانیانو  د کورنیو او تاواني شوو ګرمه ئې ګڼي،د سوډان نامه  دترهه ګرۍ  دملاتړو هیوادونو له لیسټه  د سوډان  نامه وباسي .

 اوس سوډان او امریکاخپلو موخو ته د رسیدو لپاره سیاسی لوبه وړاندې کړې ده.دسوډان چارواکي هڅه کوي،له رامینځةشوي فرصته پخپله ګټه استفاده وکړي ،ځکه  په تیرو کلونو کې  د  امریکا مالي بندیزونو عملا سوډان له ډيرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.ډیرزیات انفلیّشن، دبیروزګارۍ او بې وځلۍ بحران،د سیل  په څير پيښې او دآب وهوا بدلونونه او نن سبا د کرونائي بحران پراختیا  مشکلات نور هم زیات کړي دي . د خواړو  تامینیدا  په تیره بیا دغنمو  تامینول اوس د دغه هیواد د چارواکو یوه جدي اندیښنه ده او د ملګروملتو د راپور په اساس، په سوډان کې کابو نهه اعشاریه شپږ میلیون تنه د خواړو  له سخت بحران سره  لاس او ګریوان  شوي دي .

Image Caption

 

 له بله پلوه  سوډان اوس د ډونالډټرمپ لپاره ډير اهمیّت  پيدا کړی دی .ددغه هیواد پر موقعیّت او شتمنیو سربیره ، سوډان اوس  د عربانو او اسراظیلو  داړیکو دپیاوړتیا لپاره  دټرمپ لپاره  یو ګټونکی کارډ کیدلی شي .  د  امریکا ولسمشر  هڅه کوي ، څو سوډان د یوه  هغه هیواد په توګه چې  له اسرائيلو سره د   اړیکو دعادي کولو تړون لاس کوي ، معرفي  کړي  او په دې لړ کې  وخت د ډونالډټرمپ لپاره  ډير اهمیّت لري .  د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته  له  دوو اونیو  پورې وخت پاتې دی  او د هغه ځائیګی  کمزوری شوی دی . دسوډان  ورسره ملګري کیدا  د ټرمپ لپاره د ښو تبلیغاتو لپاره یو آوزار کیدلی شي .

 که څه هم د سوډان چارواکو  وئیلی دي ، دامریکا غوښتل شوي ګرَمه ئې ورکړې ده  او له دې  امله  له لیسټه ویستل کیږی ، خو  له مودو مخکې راهسې  د دواړو هیوادونو ترمینځ دامتیاز اخستو لپاره  چنې وهل  دوام لري  او احتمال شته  چې سوډان بلاخره  د امریکا غوښتنو ته تسلیم شي او  ډير زر  له اسرائيلو سره داړیکو عادي کول ومني .  د سوډان د چارواکو له خوا په دغه شان  فیصلې سره ، داسې ښکاري  دوي  به له ډيرو سختو داخلی  اعتراضونو سره  مخامخ شي .

د سوډان د اسلامی فقې د ټولنې پخواني مشر  عبدالرّحیم  علی  له اسرائيلو سره د اړیکو له عادي کیدا سره د سوډان د غوره شخصیّتونو ، ګوندونو اوموسیسو  لازیات مخالفت ته په اشارې سره  وئیلي دي ، له دغه رژیم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره  داجرائي اقدالماتو پیلیدا  له د سوډان  دخلکو له بشپړ مخالفت سره مخ شي  ځکه  له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کیدا د فلسطینیانو د  ټاټوبي د لازیات نیواک او دهغوي د حقوقو دچخڼي کیدا په معنا   ده .

 

ټیګونه

کمنټونه