صهيونېسټ رژيم بيا د غزې په تړانګې حمله وکړه
Oct 21, 2020 05:35 Asia/Kabul
صهيونېسټ رژيم بېګا يو ځل بيا د غزې په تړانګې حمله وکړه.
الميادين چېنل وويل: د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو او هيلي کاپټرونو بېګا د غزې د تړانګې د مرکز دېرالبلخ ختيځې سيمې باندې حمله وکړه.
تر اوسه د دغې حملې د سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے خپور شوے.
صهيونېسټ رژيم ادعا وکړه چې دغه حمله د غزې له تړانګې څخه د نيواکي زمکو په لور د يو راکټ د ويشتو په ځواب کښې شوې ده.
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو، هيلي کاپټرونو، ډرون الوتکواو توپونو په دې وروستيو مياشتو کشې په ځولو د غزې د تړانګې په مختلفو سيمو باندې حملې کړې دي.
د غزې په تړانګې باندې د صهيونېسټ رژيم په حملوکښې تر اوسه په زرګونو فلسطينيان شهيدان او ژوبل شوي دي.