Oct 24, 2020 14:34 Asia/Kabul
  • له تیریر صهیونیسټي رژيم سره دسوډان د اړیکوعادي کیدااو په وړاندې ئې  چیلنجونه

په تیرو دوومیاشتو کې متحده عربی اماراتو او بحرین د واشنګټن په مینځګړیتوب سره  له اسرائيلو سره ددغو دوو پيّلو عربو هبوادونو  اړیکې ټيګې شوې  البته پټې اړیکې ئې له څوکلونو راهسې درلودې . سوډان دریم هیواد ؤ چې په دې پروژې کې د واشنګټن پام ورواوښت . 

بلاخره  سوډان هم دا مریکا دباؤنو ته تسلیم شو او له سرائيلو سره د اړیکو عادي کول ومنل . د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  له صهیونیسټ رژیم سره د سوډان د اړیکو دعادي کولو خبر ورکړی  او وئيلي ئې دي ، د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو له لیسټه ئې د سوډان د نامې د حذفولو لپاره  خپله فیصله  ،  د امریکا کانګرس ته لیږلي  ده .

امریکا په ۱۹۹۳کال  کې  د نیویارک  د نړیوال تجارت په مرکز په حملې پسې  سوډان د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو په لیسټ کې  ورزیات کړی  ؤ . که څه هم د  عمر البشیر  دخپلې واکوالۍ په وروستیو کلونو کې د خپلو سیاستونو په بدلولو او په سیمې کې د امریکا او دهغې دمتحدانو له سیاستونو څخه  په پیروۍ کې هڅه کړې،د سوډان نامه د امریکا د ترهه ګرۍ دملاتړو له لیسټه وباسي،خو بریالی نه شو.په سیاسی بدلونونو سره ۲۰۱۹کال،ددغه هیواد د موقته حکومت د کار لومړیتوب وګرځید.په تیرو څو میاشتو کې دسوډان چارواکو  له امریکائي چارواکو سره په کرتو خبرې اترې کړي دي،خو  امریکا هڅه درلوده څو  په سیمې کې د خپلو موخو په لړ کې له دغه هیواده او د  دوي له کمزورتیاؤ ډيره زیاته استفاده وکړي،له دې امله  په تیرو میاشتو کې له اسرائيلو سره د اړیکو عادي کیدا او د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو  د وخت په رانزدیکیدو سره ورته پام زیات شو .

Image Caption

 

په تیرو دوومیاشتو کې متحده عربی اماراتو او بحرین د واشنګټن په مینځګړیتوب سره  له اسرائيلو سره ددغو دوو پيّلو عربو هبوادونو  اړیکې ټيګې شوې  البته پټې اړیکې ئې له څوکلونو راهسې درلودې . سوډان دریم هیواد ؤ چې په دې پروژې کې د واشنګټن پام ورواوښت .  ددغه هیواد ژور اقتصادي مشکلات ،دخوراکي موادو کمښت ، بیروزګاري ، بې وځلي ، د داخلی اختلافاتو اوپه ځينو سیمو کې د جنګ جګړو دوام  همداراز د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ خوریدا او  د درملیزو او طبي امکاناتو کمښت سوډاان ډير بحران ځپلی کړی دی .  دغو شرائطو د واشنګټن او تل ابیب د چارواکو لپاره ښه  پلمه برابره کړه چې  دسوډان له چارواکو سره  خبرې اترې تعقیب کړي .  په دې لړ کې  د ترهه ګرۍ  دملاتړو هیوادونو  له لیسټه ددغه هیواد نامه ویستل  او همدرااز  د واشنګټن  اقتصادي  او مالی مرستې  د سوډان دچارواکو لپاره  یوه جذابه موضوع  شوه .ځکه  دوی  د وړیا پور د ترلاسه کولو ، دغنمو دا خستو او  همداراز د واشنګټن دملاتړونو غوښتونکي وو، اوس د امریکا او دهغې د متحدانو په دباؤنو سره ، سوډان ، د ترهه ګرو دملاتړو له لیسټه د دوي دنامې د ویستلو او  همداراز د امریکا د مرستندویه ژمنو  په بدل کې  دامریکا غوښتنې ته تسلیم شوی او  له  صهیونیسټي تیریګر او وحشي رژيم سره ئې د اړیکو عادي کول منلي دي .

که څه  هم  امرکیا ، اسرائيلو او د هغو متحدانو ددغې موضوع هرکلی کړی دی ، خو  دسوډانیانو لپاره  دا ښه خبر نه دی .   دسوډان ډيری ګوندونه اوډلې ټپلې  ددغه شان فیصلې خلاف دي . په دغو ګوندونو کې د سوډان  المؤتمر  اوالبعث دوه ګوندونه هم شامل دي  چې  ددغه هیواد  اصلی او مهم ګوندونه حسابیږي .  دغو ګوندونو پخپلو جلاجلا اعلامیو کې  له صهونیسټي رژيم سره  داړیکو د عادي کولو لپاره  ددغه هیواد د و اکمن رژیم  له فیصلې سره خپل مخالفت  اعلان کړی او روښانه ئې کړې ده،له صهیونیسټ رژيم سره د  اړیکو دعادي کیدا په ضد دیوې ملی جبهې په جوړولو پسې دي .

د سوډان د حزب امت غورځنګ  مشر صادق المهدي  له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو د نتیجو په باب ددغه هیواد  انتقالي حکومت  او پوځي واکوالانو ته په خبرداري سره  ګواښ کړی،له نیواکګر او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره د دغه هیواد د  ا نتقالي حکومت  داړیکو دعادي کیدا په بڼه کې به  دسوډان  حزب امت  غورځنګ  د انتقالي  پړاؤ له اورګانونو څخه خپله تائيدیه لغوه کړي . 

 راتلونکي شپې ورځې به د سوډان لپاره  له بحرانه ډکې وي ،داسې ښکاري  نه یوازې  دسوډان ګوندونه،بلکې  ددغه هیواد عمومي افکار به هم دغه شان معامله ونه مني . له بل پلوه دغه موضوع  به د امریکا په ګټه هم نه وي .د امریکا ډیری داخلي کارپيژاندو هم د امریکا له خوا دغه شان دباؤنه رد کړي او  دا ئې ناسم بللي دي .

داسې ښکاري د سوډان د حکومت دغه اقدام،ددغه  هیواد لپاره  له ډيرو ټيټوهسګو ډک راتلونکی انځور کړی دی .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه