Oct 25, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • د عربستان پر دوو هوايي ډګرونو او یوې پوځي اډې باندې د یمن ډرون حملې

د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو ډرون یونټ پرون د عربستان په جنوب کښې د جیزان او ابها هوايي ډګرونه او د خمیس مشیز هوايي اډه په نښه کړه.

د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو ډرون یونټ پرون د عربستان په جنوب کښې د جیزان او ابها هوايي ډګرونه او د خمیس مشیز هوايي اډه په نښه کړه.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل: د یمن د پوځ "قاصف k2" نومې بې پایلټه الوتکې د جیزان او ابها هوايي ډګرونه او هم داشان د خمیس مشیط هوايي پوځي اډه وویشتله.

یحیی السریع څرګنده کړه چې دغه حمله په یمن باندې د سعودي د تیري ګر ائتلاف د بریدونو، محاصرې او جنایتونو په ځواب کښې شوې ده.

د یمن پوځ او ولسي مبارزانو په دې وروستیو میاشتو کښې د یمن په سویل کښې په یادو دریو هوايي مرکزونو باندې څو څو وارې د بې پایلټه الوتکو او هم داشان د توغندیو بریدونه کړې دي او دا ځکه چې په یمن باندې د سعودي ائتلاف برید کونکې جنګي الوتکې له هم دغو هوايي ډګرونو او هوايي پوځي اډې څخه سونګ او ملاتړ ترلاسه کوي.

 

ټیګونه