Oct 29, 2020 06:28 Asia/Kabul
  • د يمن په صعده صوبې د سعودي ائتلاف د توپونو حمله

د سعودي تيريګر ائتلاف پرون د يمن د صعدې صوبې د منبه ښار په استوګن سيمو په توپونو سره حمله وکړه.

د العالم د رپوټ له مخې په دغه حمله کښې يوه بې دفاع يمني مېرمن ووژل شوه.

د سعودي تيريګر ائتلاف په دې وروستيو هفتو کښې د يمن د صعدې صوبې په استوګن سيمو په ځلونو حملې کړې دي.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

ټیګونه