اسرائیلو درې فلسطینیان شهیدان کړل
Nov 01, 2020 14:15 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي صهیونیسټ پوځیانو د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په الخلیل سیمه کښې په فلسطینیانو باندې ډزو سره درې (۳) ځوانانو شهیدان کړل .
د صهیونیسټ رژیم عسکرو نن د الخلیل په شمال کښې په العروب کیمپ او دغه راز په نابلس کښې د امجد علیوي په نوم د یوه (۱) بندي په کور بریدونه وکړل .
د صهیونیسټ رژیم نیواکګرو عسکرو دغه راز د نیواکي قدس په ختیځ کښې په ازعیم سیمې باندې په برید سره د دغه سیمې په خلکو کښې ویره او رعب رامینځته کړ .
له تیرو څو میاشتو راهسې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د دیرش (۳۰) فیصده ځمکو د یوځاې کولو د پلان په اجرا کښې د دغه رژیم د ټینګار په دلیل په صهیونیسټ رژیم باندې د فلسطین د خلکو اعتراضونه زیات شوي او صهیونیسټ رژیم هم د فلسطین د خلکو پرضد تاوتریخوالی زیات شوی دی .