Nov 10, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • د صلحې د مذاکراتو بهیر له بندون سره مخامخ شوی دی

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې بنیاد ګرځیدل له بندون سره د صلحې د مذاکراتو د بهیر د مخامخیدو لامل وبلل.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې بنیاد ګرځیدل له بندون سره د صلحې د مذاکراتو د بهیر د مخامخیدو لامل وبلل.

د افغانستان دغه جګ پوري چارواکي زیاته کړه چې د دوحې موافقې په طالبانو او امریکې پورې اړونده ده او له دغې ډلې سره د افغانستان د حکومت مذاکراتي ټیم یې د خبرواترو د بنیاد په توګه نه مني.

د ویلو ده چې امریکې او طالبانو په افغانستان کښې د بریدونو او تشدد د کمولو په موخه په دوحه کښې تش د نامې صلحې موافقه لاسلیک کړه چې له هغه وخت راهیسې نه یوازې په دغه هیواد کښې تاوتریخوالې نه دې کم شوې بلکې بریدونه او د خلکو وژله ورځ تر بلې په زیاتیدو ده.

 

ټیګونه