د نړۍ هیوادونه دې پرعربستان وسلې نه پلوري
د سعودي ائتلاف د وحشي ډوله حملو په وړاندې دې د یوه انساني اقدام په توګه د جرمني حکومت ته ورته دریځ غوره کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ دیمن دملی نجات حکومت دمرکچي ملی ټيم مشر او د انصار ا...ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام د نړۍ په هیوادونو غږ کړی ،د جرمني په شان دې د سعودي تیریګر رژيم باندې وسلې نه پلوري .
محمد عبدالسلام دعربستان په ضد دو سلو دبندیز په تمدیدولو کې دجرمني د حکومت په قدرونې سره ، دنړۍ له نورو هیوادونو هم غوښتي ، د سعوډي ائتلاف د وحشي ډوله حملو په وړاندې دې د یوه انساني اقدام په توګه د جرمني حکومت ته ورته دریځ غوره کړي .
د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل د ۲۰۱۸کال په مارچ کې د لومړي ځل لپاره دیمن په جنګ کې په ښکیلو لورو د هر ډ ول وسلو پلورل منع اعلان کړي دي .
دغه بندیز د عربستان د رژيم د چاروالکو په وسیله د کرکتونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې له وخت راهسې په بشپړ ډول اجرا شوي او تر دې دمه درې ځله تمدید شوي دي .
په ریاض د وسلو د خرڅولو د منع کولو لپاره د جرمني د حکومت فیصلې د آل سعود رژيم د چارواکو سخته غوسه په ځان پسې درلودلې ده .