Nov 20, 2020 13:18 Asia/Kabul
  • د یمن د خلکو مقاومت هماغه راز دوام لري

ایرنا خبري اژانس وايي په صنعا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن ایرلو په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف شپږ(۶) کاله تیریو ته په اشارې سره وویل تر بریالیتوب پورې د دغه هیواد د خلکو مقاومت دوام لري .

هغه نن وویل په یمن باندې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو شپږ(۶) کاله تیریو  د بیخ بنایانو د نه بیانولو وړ ورانیو ، د ناروغیو له خپریدا د بې وزلۍ له زیاتیدا او د جنګ او د غیر انساني او هره اړخیز کلابندۍ په دلیل د څښاک د سالمو اوبو او د خوراکي شیانو له نه برابریدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

په یمن کښې د ایران سفیر حسن ایرلو وویل د سعودي عربستان د ائتلاف تیري د یمن خلک ورځ تر بلې په مشکلاتو کښې ورولي خو په مقابل کښې تر بریالیتوب پورې د خلکو مقاومت دوام لري .

سعودي عربستان د امریکا ، متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځي تیریو او کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنه تراوسه د دغه هیواد د لسګونو زره خلکو د وژل کیدا او د میلیونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي ده .

 

ټیګونه