Nov 23, 2020 10:34 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو په جده ښار کښې د تیلو په تاسیساتو برید کړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند او ولسي کمیټیو د سعودي عربستان په جده ښار کښې د تیلو د شرکت ارامکو په یوه(۱) مرکز د توغندوي حملې خبر ورکړ .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع نن ټینګار وکړ د هیواد د  پوځ د توغندوي چارو ځواکونه  بریالي شول د قدس دوه (Quds-2) په نوم یوه توغندي سره د سعودي عربستان په جده ښار کښې د تیلو د ارامکو شرکت د  تیلو د ویشلو په یوه(۱) مرکز برید وکړي .

یحیی سریع وویل د یمن قدس دوه په نوم توغندی په بریالیتوب سره په هدف ولګیده او د برید ځاې ته په چټکۍ سره امبولانسونه او د اوووژنې ګاډي واستول شول .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دغه برید په یمن باندې د سعودي عربستان د تیریو او د کلابندۍ دوام او د سعودي عربستان په خاوره کښې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د یمن د وسله والو ځواکونو د څو ورځې مخکې ژمنې ته په ځواب کښې شوي دي .

هغه په سعودي عربستان کښې فعالو خارجي شرکتونو او ښاریزو ته وویل دې ته په پام سره چې د یمن د پوځ عملیات به دوام ولري تاسو باید له مهمو تیلي تاسیساتو ځانونه لیرې وساتئ ځکه چې دغه تاسیسات زمونږ د بریدونو په فهرست کښې شامل دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد بریدونو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

 

ټیګونه