Nov 23, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • ایران د یمن د کړکیچ په سیاسي حل ټینګار وکړ

مهر خبري اژانس وايي په یمن کښې د ایران سفیر «حسن ایرلو» د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له خارجه وزیر« هشام شرف» سره په کتنې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري وویل ایران د سیمې د ملتونو د ګټو په لړ کښې چې په یمن کښې صلح او ثبات رامینځته کوي د ګاونډي توب د اړیکو د رامینځته کیدا او د ملي پخلاینې او د پراخ بنسټه سیاسي حل د تحقق لپاره د ټولو په کار اچول شویو هڅو ملاتړ کوي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزیر هشام شرف هم په دغه کتنې کښې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو د ختمیدا لپاره له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو د ایران د ملاتړ او سیاسي حل نوښت ته اشاره وکړه او د دغه تیري له لومړیو ورځو څخه د یمن د کلابندۍ او د سعودي عربستان د ائتلاف د پوځي تیریو په ردولو کښې د تهران د اصولي دریځونه قدرونه وکړه .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ښاریزو د وژل کیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده .

 

ټیګونه