Nov 24, 2020 07:36 Asia/Kabul
  • فلسطیني ډلو د اسرائیلو له وزیراعظمه د عربستان کوربه توب ته غبرګون وښود

فلسطیني ډلو د صهیونیسټي رژیم له وزیراعظم څځه د سعودي عربستان کوربه توب په کلکه وغنده

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې ریاض ته د نتانیاهو سفر د فلسطین د ولس، اسلامي امت او مقدسو ځایونو خلاف د پراخ تیري یوه سریزه ده.

په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: هغه هیواد ته د یو داسې سفر نتیجه چې د اسلامي امت د مقدسو او مهمو ځایونو د مسئولیت او د حرمین شریفینو د خدمت ادعا کوي، د اسرائیلو نیواکګر رژيم د فلسطین په سپیڅلې خاوره کښې د خپلو تیري ګرو او پلیدو سیاستونو دوام ته لازیات هڅوي.

د فلسطین ولسي جبهې هم په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار کړی چې له سعودي ولیعهد سره د نتانیاهو ملاقات له صهیونیسټ دښمن سره د ځینو عربو رژیمونو د اړیکو د ښه کولو په لړ کښې د امریکې او اسرائیلو د هلوځلو په لړ کښې شوی دی.

د حماس غورځنګ غړي سامي ابوزهري هم ټینګار وکړ چې ریاض ته د نتانیاهو سفر د اسلامي امت سپکاکوې او د فلسطین د ولس پر حقوقو سترګې پټول دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان پرون د دغه ملاقات په هکله د صهیونیسټي رسنیو د رپورټ په غبرګون کښې له اسرائیلو چارواکو سره د محمد بن سلمان هر ډول لیده کاته، دروغ وبلل.

 

ټیګونه