Nov 24, 2020 13:56 Asia/Kabul
  •    له صهیونیسټي رژيم سره  اړیکي اسلامی نړۍسره خیانت دی

عربانو له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې خپل اسلامی اعتبار او عزت خرڅ کړی دی .

د اسلامی مذهبونو دپوهنتون مشر سیدمحمدحسیني نن د فلسطین د موضوع او تطبیع په نامې سره د مستضعفینو دنړیوالې ټولنې په لومړنۍ غونډې کې وئيلي دي ، له صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو او بحرین  داړیکو عادي کیدا په اسلامی نړۍ کې  اندیښنې رامینځةکړي دي او اسلامی نړۍ به هیڅکله هم له وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کولو کې د ځینو عربانو خیانت ونه مني .

  د اسلامی مذهبونو دپوهنتون مشر روښانه کړې ده ،څه دپاسه لس کلونه کیږي،چې اماراتو او بحرین له دغه وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره نا څرګندې اوغیر رسمي اړیکو درلودې ،خو اوس  ئې له څيرو پرده پورته کړې او  خپلې اړیکې ئې څرګندې اورسمي کړي دي .

 محمد حسیني  وئيلي دي ، امریکا خیال کاوۀ  له صهیونیسټي رژيم سره د عربانو داړیکو په عادي کولو او د ایران په ضد یوې واحدې جبهې په  رامینځةکولو سره د ځان لپاره کومه بریا ترلاسه کولی شي،خو دایران اسلامی جمهوریت دسیمې هیوادونو ته خبرداری ورکړی،چې که وغواړي،له صهیونیسټي رژيم سره  پوځي ملګرتیاوې  ولرل شي ، نو دا چاره درندې پایلې لري .

 هغه ټينګار کړی ، عربانو  له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې  خپل اسلامی اعتبار او عزت  خرڅ کړی دی .

 

ټیګونه