Nov 24, 2020 14:37 Asia/Kabul
  •  عربستان ته د نتن یاهو د سفر پایله په سیمې کې بې ثباتي ده

د صهونیسټ رژيم سرچینو د دوشنبې په ورځې په ریاض کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت عربستان ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر او د موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر خبر ورکړی دی

 المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د اطلاع رسونې مسئول داؤد شهاب وئیلي دي،سعودي عربستان ته د تیریګرصهیونیسټي رژيم د لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو سفرله قدس  سره خیانت  او د فلسطین  په ولس د لازیاتوتیریو د پيلولو او د دوي دآرمان د تر پښو لاندې کولو لپاره  یوه سریزه ده .

 داؤد شهاب  ددې خبرې په کولو سره چې امریکا او اسرائيل  هڅه کوي ،څو د سیمې موضوعګانې  د صهیونیسټ رژيم د استعماري  پروژو په ګټه پاي ته ورسوي،زیاته کړې،اسرائيلد اړیکو د عادي کولو  په دسیسې سره  د سیمې او د عربو رژيمونو د کنټرول په لاس کې په اخستو  او هم د  خپل  تاج او تحت په ساتلو پسې دي .

 د صهونیسټ رژيم سرچینو د دوشنبې په ورځې په ریاض کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت عربستان ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر او د موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر  خبر ورکړی دی

 سعودي عربستان ته د نتن یاهو د  پټ سفر  او ددغه هیواد  له ولی عهد محمد بن سلمان سره د لیدوکاتو دخبر ایشواکیدا ډير منفي غبرګونونه درلودلي دي. داپه داسې حال کې دي چې د صهونیسټ رژيم ځینو سرچینو نن  وئيلي دي ،محمد بن سلمان    په  عربستان کې له نتن یاهو  سره د هغه د لیدوکاتو دخبر له خپریدا سره  پخلاشوی دی .

Image Caption

 

 

ټیګونه