د سعودي تیریګروجنایتونو ته ځواب ورکول دوام لري
د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، ځواب ورکول او دفاعي اقدامات باید تر هغه وخته دوام وکړي ،څو تیریګر دیمن کلابندۍ ختمه او وحشي ډوله حملې هم ودروي .
المسیره ټيلیویژنی چینل راپورورکړ ، د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام پرن په یولړ څرګندونو کې په یمن کې د سعودي تیریګر و دحملو په ځواب وئيلو په ټينګار سره وئيلي دي ،د دیمن په پلازمینې صنعاء دسعودي ائيتلاف وروستۍ حملو وښودله چې د سعودي تیریګرو حملو ته د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ځواب تر کومه اندازه اهمیّت لري . عبدالسلام وئيلي دي ، دسعوي تیریګر ائيتلاف مشران ګمان کوي ،دغه حملې به دمخامخیدنې په لاره کې څه بدل کړي ، خو هیره ئې کړې ده ، دیمن دبیلابیلو سیمو اوتاسیساتو شپږ کلنې بمبارۍ او څاروي ډوله حملې ددغه هیواد ملت د لازیات انسجام او شجاعت لامل شوي دي .
د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، ځواب ورکول او دفاعي اقدامات باید تر هغه وخته دوام وکړي ،څو تیریګر دیمن کلابندۍ ختمه او وحشي ډوله حملې هم ودروي .