Dec 03, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • د ایران سفیر: پر یمن باندې فوځي یرغل تر کومه پوري به دوام وموندی

په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر پر یمن باندې د سعودی عربستان د برید د امله د اوښتي تاوانونو او د مرګژوبلو د شمېرونو په خپرولو سره، دغه پوښتنه مطرح کړې چي دغه فوځي یرغل به تر کومه دوام وکړي.

په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن ایرلو په خپله ټوییټر پاڼه کې ولیک : د ۶ کلونو په تېرېدو سره ۲ زره ۳۸۱ ښځې شهیداني شوي، ۲ زره او ۷۸۰ ښځې ټپیاني شوې، ۳ زره ۷۹۰ ماشومان شهیدان شوي، ۴ زره او ۸۹ ماشومان ټپیان شوي، ۱۶ زره او ۹۷۸ ملکي وګړي وژل شوي، ۲۶ زره او ۲۰۳ ملکي وګړی ټپیان شوي، ۴ میلیون او ۱۶۸ زره تنه بې ځایه شوي، د بمبارونو د امله ښارونه، کلي، کورونه، مکتبونه، روغتیایي مراکز تخریب شوي.

ایرلو په دوام کې زیاتوي: خو بیا هم د یمن ولس خپل مقاومت د لاسه نه دی ورکړی او په بریالیتوب سره ولاړ دی، د سعودي دغه فوځي یرغل به تر کومه پوري دوام پیدا کړي.

د یمن ملي کارپوهانو تیره ورځ د سعودي ائتلاف د یرغل د امله د زیانونو په بیانولو سره اعلان وکړ چي تر ۱۶ زره زیات ملکي وګړي د دغه یرغل د امله وژل شوي دي.

عربستان او امارات په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د یو فوځي ائتلاف په رامینځ ته کولو سره د امریکا او د برتانیې په ملاتړ د عربو پر تر ټولو بې وزله هیواد یمن باندې بریدونه پیل کړل.

دغه یرغل د یمن د ولس د عام وژنې، لوږې او بېخ بناوو د تخریب پرته بل هیڅه لاسته راوړنه نه ده درلودلې.

 

 

ټیګونه