Dec 04, 2020 14:14 Asia/Kabul
  •   امریکا په سورئې کې  دترهه ګرو ملاتړ کوي

چاووش اوغلو په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کړی دی ، په تیره بیا د قره باغ دجنګ په باب ئې وئيلي دي ، امریکا اوفرانسې په قره باغ موضوع کې د ا رمنستان په ملاتړ سره د دنښتو او جګړو د زیاتیدا لامل شوي دي .

د ترکیې ینی شفق انټرنیټي سایټ  راپور ورکړی ، د تریې  خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو  موسیسې دغړو هیوادونود خارجه وزیرانو  په وروستۍ ناستې کې  دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو  څرګندونو ته چې  له روسیې  ئې د  هوا فضا دفاعي توغندوي سسټم  اختسل  کرملین ته یوه ډالۍ بللې او دترکیې حکومت ئې تورن کړی ؤ چې  په مدیترانې سیمې کې پخپلو اقداماتو سره د ناټو دمتحدانو ترمینځ د تاؤتریخوالي د زیاتولو لامل شوي ،  سخت غبرګون ښودلی دی .

 د ترکیې خارجه وزیرخپل امریکائي  همڅنګ ته  په خطاب  کې وئيلی دي ،امریکا له اروپائي حکومتونو سره په تماسونو کې  هڅه کړې ،د ا نقرې په ضد یوه جبهه  جوړه کړي ، په ړندو سیمه ایزو  شخړو کې ئې  د یونان پلویتوب کړی  او همداراز ئې په ترکیې د پيټریاټو توغندوي ضددفاعي سسټم له خرڅولو ډډه کړې ده .

 چاووش اوغلو  په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکا په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کړی دی ،  په تیره بیا د قره باغ  دجنګ په باب ئې وئيلي دي ،  امریکا اوفرانسې  په قره باغ موضوع کې د ا رمنستان په ملاتړ سره  د دنښتو  او جګړو د زیاتیدا لامل شوي دي .

 د ناټوموسیسې د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو ویبینار کنفرانس د دسمبر په لومړي او دوهمې نیټې  ترسره شوی دی .

 

ټیګونه