په یمن کې قخطي د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي
د خواړو دنړیوالې ادارې مشر ډيویډ بیزلي هم ټينګار کړی ،تر خطرناک حده رسیدلي احصائې باید دنړۍ خلک ویښ کړي . نړیواله ټولنه باید د یمن د میلیونونو کورنیو بد وضعیّت چې اړتیاوړ لومړنیو شیانو ته اړتیا لري پخپل حال پرې نه ږدي .
سپوټنیک خبری آژانس د خواړود نړیوال پروګرام له قوله چې دملګروملتو تر نظر لاندې فعالیت کوي ، خبرداری ورکړی ، په یمن کې په میلیونونو خلک د سختې قخطۍ په درشل کې دي .
ددغې موسیسې په اعلامیې کې ټينګار شوی ، چې د ۲۰۲۱کال په لومړنۍ نیمائي کې دهغو کسانو شمیر چې په یمن کې د خواړو امنیت نه لري ، له درو میلیون شپږ لکه کسانو څخه پنځو میلیونو تنو ته زیاتیږي .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، د هغو یمن والوشمیر به چې دخواړو له بوږنونکي قخطۍ سره لاس او ګریوان دي ، درې برابره زیات شي .
دخواړو نړیوالې ادارې پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ، دم ګړۍ یمن د دوو کلونو مخکینۍ قخطۍ ته له ورته شرائطو سره مخامخ دی .