Jan 14, 2021 16:12 Asia/Kabul
  • القاعده او نوري ترهګري ډلي د امریکا له خوا جوړي شوي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د امریکا ادعاوې په دې خاطر مطرح شوي چي امریکا د نورو په تورنولو سره ځان سپینه کړي.

د سوریې د رسمي خبري آژانس سانا د راپور سره سم، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر ایران باندې د امریکا له خوا لګېدلي تورونه غندلي او ټینګار یې کړی چي د القاعدې له ترهګري ډلي څخه د ایران د ملاتړ په اړه د امریکا ادعاوې دروغ دي او د ایران په ضد د امریکا د پروپاګنداو په لړ کې مطرح شوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چي ټول په دې پوهیږي چي القاعده او نوري ترهګري ډلي د امریکا جوړ دي چي په نورو هیوادونو کې د ګډوډیو د رامینځ ته کولو او د سلطې د لګولو لپاره یې کاروي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلې دمشق د امریکا د دغو دروغجنو تورونو په وړاندې له ایران څخه ملاتړ او د امریکا د پروپاګنداو غندنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو تر دې مخکې پر ایران باندې د القاعدې له ترهګري ډلي سره د همکاری تور لګولی و چي د ایران د اسلامي جمهوریت له تند غبرګون سره مخ شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه دروغجنی ادعا په وړاندې ویلي وه چي د ټرامپ د واک په وروستیو ورځو کې دغه ډول دروغجن تورونه د ایران په وړاندې د امریکا د لالهاندی او د فشار د سیاستونو د ماتي خوړلو ښودنه کوي.

 

 

ټیګونه