Jan 16, 2021 05:19 Asia/Kabul
  • د عراق په لویدیځ کې دداعش دوه مهم کمانډران ونیول شول

په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره بیا هم ددغه هیواد په ځینو سیمو کې تکفیری جنایتکار شتون لري او وخت په وخت په ترهه ګرو اقداماتو لاس پورې کوي

زمونږخبریال راپور راکړ د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک ما مورانو بیګا ددغه هیواد په لویدیځ الانبار ولایت کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د دوو مهمو سرغنو دنیول کیدا خبر ورکړی دی .

ددغه ولسی مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي،دغه دوه جنایتکار داعشیان داالانبار ولایت د فلوجه ښارپه ختیځ کې ددغه ځواک او پوځ په ګډو عملیاتو کې  نیول شوي او د دوي له پټنځایه زیات شمیر وسله او  نور مهم تجهیزات او وسایل هم کشف شوي دي .

 په عین حال کې دالانبار ولایت په لویدیځ کې په القائم سیمې کې یوې امنیتی سرچینې پرون په عکاشات سیمې کېد سړک غاړې په یوې بم چاودنې کې د الحشد الشعبي ځواک د اتو مامورانو دټپي کیداخبرهم ورکړی دی .دغه راز په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دعراق د شمال نینوا ولایت په تلعفر ښارکېپه یولړ عملیاتو کې دوه بمونه او یوشمیر ځان مرګي جیکټونه او نور تجهیزات هم کشف او شنډ کړائ شوي دي .

په عراق کې دداعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره  بیا هم ددغه هیواد په ځینو سیموکې  تکفیریجنایتکار شتون لري او وخت په وخت په ترهه ګرو اقداماتو لاس پورې کوي

 

ټیګونه