Jan 18, 2021 17:36 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د امریکا له خوا د داعش جنګیالیو روزنه

په سوریه کې امریکایي ځواکونه د حسکې د ښار له زندانونو څخه د داعشیانو په ایستلو سره هغوی د عراق او د اردن په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي.

د الحسکې په ښار کې امریکایي ځواکونه د الثانویې الصناعیې له زندان د داعش ترهګرو په ایستلو سره هغوي د عراق او اردن په سرحدي سیمه کې په یوه فوځي اډه کې ځای پر ځای کړی دی.

د سوری سرچینو د راپور سره سم، د امریکا دغه اډه د التنف په نامه یادیږي چي یاد داعشیان په کښې د روزنو د تر لاسه کولو وروسته په عراق او سوریه کې د جنګ میدانونو ته استول کیږي.

د کارپوهانو په وېنا امریکا هڅه کوي د داعش ډلي په بیا پیاوړي کولو سره په عراق او سوریه کې خپل د حضور لپاره زمینه برابره کړي.

 

 

ټیګونه