د فارس خلیج عرب هیوادنه دې له ایران سره جدي خبرې وکړي
قطر په همداروستیو کې له سعوډي عربستان ،بحرین ، امارات او مصر سره خپل ډيپلوماټیک بحران چې څه دپاسه تر درو کلونو پورې ئې دوام وکړ ،حل کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د قطرخارجه وزیرشیخ محمد بن عبدالرّحمنپه یولړ څرګندونو کې د فارس خلیج پر عربو هیوادونو غږ کړی،څو له ایران سره خبرواترو ته وارد شي او ورسره دې جدي خبرې وړي .
هغه وئيلی دي،د هغه حکومت مودې کیږي ،چې د ایران د اسلامی جمهوریت او دفارس خلیج د حوزې د عربو هیوادونو دمشرانو ترمینځ د غونډې د ترسره غوښتنه کوي او وغوغاړي ، دغه موافقه وشي .
د قطر خارجه وزیر له ابوظبئ سره د دوحې د تاؤتریخوالي په باب هم وئيلي دي ، تر دې دمه له اماراتو سره د پاتې اختلافاتو دحل لپاره هیڅ لاره نشته .
قطر په همداروستیو کې له سعوډي عربستان ،بحرین ، امارات او مصر سره خپل ډيپلوماټیک بحران چې څه دپاسه تر درو کلونو پورې ئې دوام وکړ ،حل کړی دی .