Jan 19, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • امریکا د استکبار مخالفان ترهه ګر ګڼي

امریکا له هر هغه رژيم سره چې سیاستونه او پلانونه ئې مني ، تعامل کوي،که څه هم د اسرائيلو په څیر تر ټولو ستر جنایتکار ترهه ګر هم وي .

 زمونږخبریال  راپور راکړ د یمن د لوړانقلاب دکمیشن مشر محمد علی الحوثي  وئیلي دي ، امریکا هر هغه څوک چې د  استکبار  او د هغو دغلیمانه سیاستونو او اقداماتو په  وړاندې دریږي ،  ترهه ګر ګڼي .

  الحوثي  وئیلي دي ، د  حماس ،حزب ا...   او اسلامی جهاد غورځنګونو نامې د امریاک دترهه ګرۍ په لیسټ کې دي  ،ځکه دغو غورځنګونو  تل  د امریکا له غلیمانه سیاستونو سره  خپل مخالفت  اعلان کړی دی .

   هغه زیاته کړې ده،امریکا  له هر هغه رژيم سره  چې سیاستونه او پلانونه ئې مني ، تعامل کوي،که څه هم د اسرائيلو په څیر تر ټولو ستر جنایتکار ترهه ګر  هم وي .

 د امریکا خارجه وزارت  دجنورۍ په لسمه نیټه  د انصار ا... غورځنګ  او ددغه غورځنګ  د مسئولانو     دترهه ګر بللو لپاره  دخپلې  فیصلې خبر ورکړی ؤ . 

د امریکا دغه اقدام  دیمن د ډيرو چارواکو ،ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا له پراخ محکومیّت سره  مخامخ شوی دی .

 

ټیګونه