Jan 21, 2021 17:36 Asia/Kabul
  • په عراق کې د چاودنو د مرګژوبلي شمېر تر ۱۰۰ واوښت

د عراق د داخله وزارت ویاند د بغداد په الطیران کې د وروستي بریدونو په هکله وویل: لومړی ځانمرګی بریدګر ځان په ناروغي واچوله او کله چي خلګ یې پر چارچاپېر راټول شول نو ځان ته یې چاودنه ورکړه.

د عراق د داخله وزارت ویاند خالد المحنا د عراق په پلازمینه بغداد کې د وروستیو بريدونو په اړه زیاته کړه چي دوهم ځانمرګی بریدګر تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چي خلک د ټپیانو د راپورته کولو راغی ځان ته یې چاودنه ورکړه.

د عراقي سرچینو له قوله تر دې دمه د یادو چاودنو د امله چي د بغداد په مرکزي بازار کې تر سره شوي لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.

په بغداد کې د دغه پیښي سره سم بېړنی حالت برقراره شوي او ګرین زون ته ټولي لاري چیري چي نړیوالي ادارې، سفارتونه او دولتي ادارې په کښې واقع شوي، تړل شوي دي.

تر دې دمه هیڅه یوه وسله واله ډله د یادو بریدونو پړه په غاړه نه ده نیولې.

 

 

ټیګونه