له غاصبو صهيونېسټو سره په نښته کښې په لسګونو فلسطينيان ژوبل شول
د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې له فلسطينيانو سره د صهيونېسټو فوځيانو په نښته کښې يو شمېر فلسطينيان ژوبل شول.
د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د لويديځې غاړې د ښارونو اوسيدونکو فلسطينيانو د معمول مطابق هره هفته د صهيونېسټ رژيم په پراختيا غوښتونکو سياستونو او صهيونېسټ مېشته ښارګيو په جوړولو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې د دغو مظاهرو په دوران کښې له صهيونېسټو نيواکګرو سره ښکېل شول.
د قدس د غاصب رژيم فوځيانو په مظاهره کونکو باندې په حملې او جنګي او مشقي ډزو او اوښکې بيونکي ګېس په ويشتلو سره د هغوي په ځپلو لاس پورې کړ چې د دغو تېريو په نتيجه کښې په لسګونو فلسطينيان ژوبل او له ساډوبۍ سره مخامخ شول.
مظاهره کونکو د بېنرونو او پلې کارډونو په اوچتولو سره له نړيوالو او بشردوستانه ادارو وغوښتل چې په خپلو دندو او ذمه واريو دې عمل وکړي او د فلسطين له ملت څخه د نړيوال ملاتړي چتر د رامنځته کولو په لار کښې دې کوشش وکړي.