Jan 24, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • د داعش په حمله کښې د حشد الشعبي لس غړي شهیدان شول

د حشد الشعبي په خبره په دغه حمله کښې د حشد الشعبي یو قومندا ن او ۹ تنه نور ځواکونه شهیدان شوي دي.

د حشد الشعبي په نامه د عراق د ولسي مبارزانو ادارې بیګا د دغه هیواد په صلاح الدین ولایت باندې د داعش ترهګرې ډلې د وسله والو به برید کښې د خپلو لسو ځواکونو د شهادت خبر ورکړ.

د عراق الحشد الشعبي ځواک ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې وسله والو په صلاح الدین ولایت کښې د حمرین سیمې د العیث په خواوشا کښې د دوي په ځواکونو حمله وکړه.

د حشد الشعبي په خبره په دغه حمله کښې د حشد الشعبي یو قومندا ن او ۹ تنه نور ځواکونه شهیدان شوي دي.

د خبر تر رارسیدو پورې په العیث سیمه کښې نښته روانه وه.

د عراق صابرین نیوز چینل ویلي چې په دغې سیمې کښې د داعش ډلې ترهګر د حشد الشعبي ځواکونو له خوا کلابند کړی شوي دي.

 

ټیګونه