Jan 24, 2021 17:26 Asia/Kabul
  • د عراق ولسمشر د ۳۴۰ترهه ګرو د پانسۍ حکم تائيد کړ

د عراقي سرچینو د احصایو په اساس ، ددغه هیواد په زندانونو کې څه د پاسه نولس زره داعشی تکفیري ترهه ګر بندیان دي چې له دوي درې زره ترهه ګر د پانسۍ دفیصلې دنهائي تائيدیدا په تمه دي چې د اساسی قانون په اساس دغه تائيدیدا د ولسمشر په غاړه ده .

 زمونږخبریال د روداوونت خبری سایټ له قوله راپور راکړد عراق ولسمشر برهم صالح دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،ولسمشر ددغه هیواد دجنائي اوترهه ګرۍ  دڅه دپاسه درې سوه څلویښتو محکومو کسانو دپانسۍ فیصله تائيد کړه .

 په راپو ر کې راغلي دي،ددغو فیصلو  نهائي تائيدیدا د  پانسۍ د  فیصلې د  درستو لارو چارو  له ارزونې وروسته او د ۲۰۱۶کال له عمومی بخښنې قانون سره د صادره شوو فیصلو په اساس،  ترسره شوي  ده .

د عراق په پارلیمان کې د الصادقون فریکشن استازو د اویاؤ نمایندګانو دلاسلیک په غونډولو سره په زندانونو کې دداعشي ترهه ګرو د پانسۍ دفیصلو د  نهائي تائيدیدا  لپاره د ولسمشر دپابند کیدا دقانوني تصویبیدا غوښتنه کړې وه .

 ددغه فریکشن   دغه اقدام  له دې وروسته شوی چې  په بغداد کې په تیرې پنجشنبې ورځې   په دوو ځان مرګو حملو کې  کابو پنځه  دیرش کسان شهیدان او یو سل لس نور ټپيان شوي . په تیرو درو کلونو کې  هم  دعراق په مختلفو سیمو کې  د داعشي ترهه ګرو دفعالیتونه اندازه  زیاته شوې ده .

د عراقي سرچینو  د احصایو په اساس،ددغه هیواد په زندانونو کې څه د پاسه نولس زره داعشی تکفیري ترهه ګر بندیان دي چې  له دوي درې زره ترهه ګر د پانسۍ دفیصلې  دنهائي تائيدیدا په تمه دي چې د اساسی قانون په اساس دغه تائيدیدا د ولسمشر په غاړه ده .

 

ټیګونه