د یمن میلیونونو خلکو د انصار الله په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
د یمن په صنعاء، عمران، صعده، الحدیده، الضالع، تعز، ذمار او ریمه ولایتونو او ځینو نورو سیمو کښې پرون مازیګر د خلکو یو سیلاب له انصار الله غورځنګ څخه د ملاتړ لپاره راوتلی و.
د یمن په صنعاء، عمران، صعده، الحدیده، الضالع، تعز، ذمار او ریمه ولایتونو او ځینو نورو سیمو کښې پرون مازیګر د خلکو یو سیلاب له انصار الله غورځنګ څخه د ملاتړ لپاره راوتلی و.
یمني رسنیو خبر ورکړی چې په دغو تجمعاتو کښې میلیونونو کسانو د پلی کارډونو او بینرونو په اوچتولو سره د انصار الله او د دغه غورځنګ د یوشمیر غړو د ترهګرو بللو په هکله د امریکې د حکومت اقدام وغنده.
راغونډ شویو خلکو امریکا د ترهګرۍ سرچینه او د یمن د خلکو د جنګ او محاصرې اصلي لامله وبلله او د امریکايي او اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښتنه یې وکړه.
د صنعاء ښار په شلو مختلفو سیمو کښې خلک راغونډ شول او د دغه ولایت د نورو ډیرو سیمو خلکو هم په یادو دستورو کښې د ګډون په موخه ځانونه دغه ښار ته وررسولي وو.
هغوي په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ: حقیقي ترهګري هم هغه ده چې امریکې د یمن خلاف استعمال کړې او له سعودي ائتلاف څخه سیاسي، پوځي او لاجسټکي ملاتړ کوي او د یمن خلک یې په بشپړه توګه محاصره کړي دي.
له بلې خوا د امریکې د خزانې وزارت د یمن د انصار الله غورځنګ لپاره له بندیزونو څخه لنډمهاله معافیت صادر کړی دی.
د امریکې د خزانې وزارت بیګا وویل چې د انصار الله غورځنګ خلاف د واشنګټن د بایکاټونو د یوې برخې لپاره یې یو میاشتنې معافیت صادر کړی دی.