Feb 04, 2021 06:22 Asia/Kabul
  • حماس له صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعلقاتو جوړونه وغندله

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعقاتو جوړول او په نيواکي قدس کښې د سفارت پرانېستو لپاره د دغه هېواد فېصله وغندله.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د حماس وياند حازم قاسم پرون په يوې بيانيه کښې وويل، په نيواکي قدس شريف کشې د سفارت پرانېستلو لپاره د کوزوو فېصله د نړيوالو قوانينو او پرېکړليکونو واضحه خلاف ورزي ده.

هغه زياته کړه، کوزوو د ځينو عربو خواو په هڅونې سره له صهيونېسټ دښمن سره د تعقاتو د جوړولو په لار کښې قدم اېښودے دے.

قاسم وويل، قدس شريف فلسطيني عربي ښار  دے او وي به او د دغه ښار د تاريخي حقائقو او تشخص د بدلولو لپاره د صهيونېسټي دښمن هلې ځلې به کاميابۍ نه شي.

د يادونې ده چې کوزوو هېواد د تېر ګل په ورځ د صهيونېسټ رژيم د خارجه وزير ګابي اشکنازي او د کوزوو د خارجه وزيرې مېرمن مليزا هاراديناج استوبلا په موجودګۍ کښې له صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعلقاتو جوړول اعلان کړل.

 

 

ټیګونه