Feb 05, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • په لويديځه غاړه کښې يو فلسطيني ځوان د صهيونېسټانو په ډزو شهيد شو

خبري سرچينو د صهيونېسټانو په ډزو سره د يو فلسطيني ځوان د شهادت خبر ورکړ.

د عرب ۴۸ خبري سائيټ د رپوت له مخې يو فلسطيني ځوان نن د اردن د سيند د لويديځې غاړې په رام ا... سيمه کښې د صيونېسټ مېشته ښارګي د ساتونکو په ډزو سره په شهادت ورسېد.

د صهيونېسټ رژيم فوځ ادعا وکړه چې دغه ځوان غوښتل د افرايم صهيونېسټ مېشته ښارګي يو کور ته ورننوځي خو له څو ښارګي مېشته صهيونېسټانو سره ښکېل شو.

د صهيونېسټ رژيم فوځ همدارنګ ادعا وکړه چې دغه فلسطيني ځوان د مقاومتي عملياتو اراده لرله.

صهيونېسټان د خپلو پراختيا غوښتونکو اهدافو د حاصلولو لپاره هره  ورځ د فلسطين  په مختلفو سيمو کښې په حملوسره فلسطينيان په چټي ادعاګانو سره نيسي، ژوبلوي او يا هم شهيدان کوي.

 

ټیګونه