Feb 07, 2021 12:51 Asia/Kabul
  •  د لاهې محکمې فېصله د صهيونېسټ رژيم د قربانيانو د تاوان د ادا کولو لپاره يو ګام دے

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د فلسطين د نيواکي زمکو د قضائي غور په اړه د لاهې د نړيوالې کيفري محکمې فېصله د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د قربانيانو د تاوان ادائېګۍلپاره يو ګام وبلۀ.

د لاهې د نړيوالې کېفري محکمې قاضيانو وړمه شپه د ۱۹۶۷ کال د فلسطين په نيواکي زمکو کښې په شويو جرائمو د غور لپاره د دغې محکمې قضائي صلاحيت ته رائې ورکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ د يوې بيانيې په جاريکولو سره د لاهې د کېفري محکمې د فېصلې په هرکلي سره  وويل، په دې لړ کښې ډېر مهم ګام په نړيوالو محکمو کښې د صهيونېسټو جنګي جنايتکارو سزا کول او د دغې محکمې په خلاف له احتمالي دباونو سره مقابله ده.

حماس غورځنګ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د آزادۍ، خپلواکۍ او برخليک ټاکلو کښې د خپلو بنيادي حقوقو د پوره کولو لپاره له فلسطيني ملت سره مرسته وکړي.

د لاهې د نړيوالې کېفري محکمې فېصله د صهيونېسټ رژيم د سرمشرانو  په تېره بيا د دغه رژيم د وزيراعظم بنيامين نتنياهو د اندېښنې قهر سبب شوې ده.

 

ټیګونه