Feb 17, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • امریکا رسما انصار ا...غورځنګ د ترهه ګرو له لیسټه وباسۀ

د یمن دانصار ا ... غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام بیګا د امریکا دخارجه وزارت د اعلامیې په غبرګون کې وئيلي دي تیریګر باید خپلو حملو اودښمنیو له دوامه لاس واخلی ا و دیمن کلابندي دې ختمه کړي .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ  د امریکا  دخزانې چارو وزارت  پخپل انټرنیټي سایټ کې بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلی دي ،د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په شپاړسمه نیټه  د امریکا  خارجه وزارت  دترهه ګرۍ په لیسټ کې د انصار ا... غورځنګ  دنامې شاملول  باطل  کړي دي چې  ددغه اقدام په نتیجې کې  دیمن انصار ا...غورځنګ  نور د ترهه ګرۍ دنړیوالو بندیزونو  په مقرراتو کې  نه راځي .

د امریکا  خزانې وزارت  ددغه اقدام داړخونو په باب لیکلي دي ، امریکایان له دې وروسته  له انصار ا... سره  د مبادلې د ترسره کولو لپاره  هیڅ خنډ او مشکل نه لري، په دې شرط چې  دغه مبادلات  له هغو کسانو سره  چې د بندیزونو په لیسټ کې نه وي ، یا هغه فعالیتونه چې په بل ډول ممنوع  نهي ، نه شاملیږي .

د امریکا  دخارجه وزارت ویندوي  نډ پرایس  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ،  متحده ایالات دیمن له حوثبانو غواړي  دمارب په لور دې خپل پرمختګ ودروي ، خپل درست پوځي عملیات دې ختم کړي  او د خبرواترو میز ته دې کیښني .

Image Caption

 

 له دې سره په یووخت د یمن دانصار ا ...غورځنګ  ویندوي محمد عبدالسلام بیګا  د امریکا دخارجه وزارت د اعلامیې په غبرګون کې  وئيلي  دي تیریګر باید  خپلو حملو اودښمنیو له دوامه لاس واخلی ا و دیمن کلابندي دې ختمه  کړي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې یمن  درغنده او بریالي  سیاسی اقدام او   وروسته د بشپړ  اور بند د ټینګیدا او د کلابندۍ دختمولو غوښتنه کوي ، په یمن کې ئې په مختلفو موافقو کې د سعودي له خوا پر کارړنګونو سختې نیوکې کړي دي .

 

ټیګونه