دیمن په مارب کې کابو ۱۲۰سعودي تیریګرو ته مرګ ژوبلې اوښتي
د بشری حقوقو او مرستندویو اورګانونو هم وئیلی دي ، ماب ښار به ډير زر د یمن له انصار ا... غورځنګ سره د اړونده ملی نجات حکومت ځواک لاسونو ته ورشي .
الصباح الیمنی خبری سایټ بیګا راپور ورکړی، د یمن د مارب ښار د آزادولو لپاره د دغه هیواد دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو عملیات ددغه ښار شاوخوا ته رسیدلی او د سعودي ائيتلاف او د تښتیدلي حکومت دځواکونو لپاره شرائط ډير سخت او ترینګلي شوي دي .
د دغه راپور په اساس ، دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټو ځواکونو د ماب ښار په بیلابیلو چورلیزونو کې په پراخو پرمختګونو سره ، په صراواح ، او الزور سټراژيتکو سیمو کې پر ځينو سیمو مسلط شوي او د پرمختګ په حال کې دي . له دې سره په یووخت د سعودي ائيتلاف دګډو عملیاتو مرکز هم له مارب ښار څخه په حضرت موت کې الودیعه سترې لارې ته منتقل شوی دی .د بشری حقوقو او مرستندویو اورګانونو هم وئیلی دي ، ماب ښار به ډير زر د یمن له انصار ا... غورځنګ سره د اړونده ملی نجات حکومت ځواک لاسونو ته ورشي . په عین حال کې د صنعاء حکومتي ځواک په آمان کې دپاتیکیدو لپاره د مستعفي او تښتیدلي حکومت تالی څټو ته د شاتګ وړاندیز کړی دی .مارب ښار د اخوانی الاصلاح عناصرو د غونډیدامرکز دی ، هغه ګوند چې د منصور هادي د تښتیدلي حکومت د پلي ځواک اصلي برخه جوړوي . دپوځي کارپيژاندو په وینا ،د مارب ښار آزادي د یمن دجنګ درست معادلات بدلولی شی .