Feb 19, 2021 13:00 Asia/Kabul
  • د مارب ولایت جنګ د تیري په وړاندې دفاع کول دي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي ټینګار وکړ د مارب ولایت د ازادولو لپاره جنګ د سعودي عربستان د ائتلاف د پرله پسې تیري په وړاندې د دفاع لپاره دی او دغه جنګ دوام لري .

د یمن د انقلاب د لوړې  کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي په مارب ولایت کښې د جنګ د بندولو لپاره د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس بلنې ته په غبرګون کښې وویل دغه جنګ په نهمې (۹) سیمې باندې د تیریګرو د حملې له ماتي خوړلو وروسته تراوسه نه دی بند شوی چې اوس ګریفیتس وغواړي  دغه جګړه  په مارب ولایت حمله وګڼي .

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس پرون وویل په مارب ولایت باندې د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره د صنعا هڅه د سولې ټولو افقونو ته ګواښ کوي .

د یمن په مارب ولایت کښې د پوځ او د ولسي کمیټیو له پرمختګ وروسته د سعودي عربستان ائتلاف هم د مارب ولایت د ازادولو لپاره د یمن د ځواکونو له عملیاتو سره د مقابلې لپاره په سلګونو ځواکونه استولي دي او په مارب ولایت کښې یې څو هوايي حملې هم ترسره کړي دی .

 

ټیګونه