Feb 20, 2021 13:36 Asia/Kabul
  •   د یمن مارب ولایت کې دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرمختګ هماغه راز  دوام لري

په مارب ولایت کې د یمن د وسلوال پوځ پرمختګ او ددغه ښار لږترلږه دیرشو کیلومیټرو ته ددغو ځواکونو رسیدا ددغه ښار د نسکوریدا لهویرې د سعودي ائيتلاف د صنعاء ښار ختیځي دروازه شمیرل کیږي ، دغه ولایت ته ډير زیات پوځیان سره د تجهیزاتو لیږدولي دي .

دیمن د انصار ا...ولسی غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمد البخیتي  بیګا له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ،په مارب ولایت کې د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرمختګ  دوام لري ، البته مونږ تیار یوو ،درستې نښتې  ودروو .باید ووایو چې په مارب ولایت کې د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د پرمختګ دریدا د سعودي عربستان  دحملو له دریدا سره تړلې ده .

 البخیتي ددې خبرې په  کولوسره چې په یمن دتیریګر ائيتلاف قوماندانان  په مارب ولایت کې دي،ټينګار کړی،چې په دغه جنګ کې به بریالیتوب د یمن والو په برخه وي .

 دیمن رسندویو د مارب ښار د ختیځي سترې لارې په لور د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،دغو ځواکونو له عربستان سره د الودیعه سترې لارې په  لور هم پرمختګ کړی دی .

ددغه راپور په اساس،په مارب ولایت کې د یمن د وسلوال پوځ پرمختګ  او  ددغه ښار لږترلږه دیرشو کیلومیټرو ته  ددغو ځواکونو رسیدا  ددغه ښار د نسکوریدا لهویرې د سعودي ائيتلاف د صنعاء ښار ختیځي دروازه  شمیرل کیږي ، دغه ولایت ته ډير زیات پوځیان  سره د تجهیزاتو لیږدولي دي .

 

ټیګونه