Feb 20, 2021 17:31 Asia/Kabul
  • په عراق کې د ناټوځواک زیاتیدا،د امریکاپر جنایتونود برغولي کیښودل

د ناټو موسیسې دغه فیصله د عراق په وړاندې د دوي په مخکینی سیاست کې یو سل اتیا درجې دڅرخیدا په معنا حسابیږي .

په ۲۰۰۳کال کې د امریکا په وسیله د  عراق له نیواک وروسته په دغه هیواد کې د لویدیځي ځواک شتون پیل شوی او  هماغه راز دوام لري .  دوه زره پنځه سوه عسکرو ته د  امریکائي پوځيانو د شمیر دکمولو په باب دامریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  د حکومت کړچار ته په پام سره اوس ناټو  په دغه هیواد کې د خپل ځواک دبې مخینې زیاتیدا په لټه کې ده .

Image Caption

 

د ناټو موسیسې  عمومی منشي ینس سټولتنبرګ  د فرورۍ په اتلسمه نیټه  د ناټو موسیسې دغړو هیوادونو د د فاع وزیرانو  دناستې په پاي کې  وئيلی دي ، دناټو د غړو هیوادونو دچارشنبې او پنجشنبې په خبرو اترو پسې ، په عراق کې د ناټو ځواک شمیر به له پنځه سوه عسکرو،تر څلور زره تنو  ورسیږي. هغه زیاته کړې ده ، ناټو دم ګړۍ  په عراق کې  محدود شتون لري ، خو اوس فیصله شوې چې  ګام په ګام په دغه هیواد کې خپل شتون زیات کړي . دناټو موسیسې عمومی منشي  مدعي شوی ، په عراق کې د ناټو ځواک د دغې اته برابره زیاتیدا  دلیل،په دغه هیواد کې د داعش د بیرته قدرتمنیدا مخنیوی دی .

 د ناټو موسیسې دغه فیصله  د عراق په وړاندې د دوي په مخکینی سیاست کې یو سل اتیا درجې دڅرخیدا په معنا حسابیږي .د داعش له ماتې وروسته ،  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت دقوماندان سردار قاسم سلیماني په جنایتکار ترورد کروناپه خوریدا پسې ، دناټو غړو هیوادونو  خپل زیات عسکر له عراقه وویستل  او د عراقي پوځيانو د روزنې ډير پروګرامونه ئې چټي کړل . خو اوس د ناټو دغړو هیوادونو  دفاع وزیرانو ، د امریکا د نوي ولسمشر واک ته په رسیدا او  دهغه د نوو سیاستونو په اجرا سره ، دوي پخپلې وروستۍ غونډې کې  له داعش سره د مبارزې په پلمه په عراق کې  د ناټو ځواک  داته  برابره زیاتیدا  فیصله کړې ده .  دم ګړۍ  په عراق کې دناټو ځواک   په وسیله د عراقي پوځیانو د روزنې  دپروګرام په چوکاټ کې   دبهرنیو عسکرو شمیر یوازې پنځه سوه تنه  دی .

د نړیوالو حقوقو  له پلوه دملګرو ملتو د امنیت شورا  دمخالفت په دلیل ،  په عراق   د ۲۰۰۳کال په مارچ کې د بریتانیا په ملګرتیا سره د امریکا پوځي حمله  ، چې  ددغه هیواد دنیواک او دعراق د بعثي رژيم نسکوریدا لامل وشي ، غیر قانوني او ناروا وه . خو له ۲۰۰۴کاله تر دې دمه  ناټو  له امریکا سره په ملګرتیا کې دعراق د وسلوال ځواک  د روزنې او سلاکارۍ ماموریت  په غاړه درلود.  د امریکائي پوځيانو او د داعش په ضد د تش په نامه نړیوال ائيتلاف په نامې سره دځواک  په اپوټه ،  چې  په عراق کې پوځي یرغلیز عملیات ترسره کوي ، د ناټو ځواک مسئولیّت  تر اوسه پورې  د عراق دپوځ او پولیسو حرفه وي روزلو،د قوماندانۍ جوړښتي مشورو  ته محدودید.

 له دې ټولو سره سره،اوس  په عراق کې دوه زره پنځه سوو ته د امریکائي پوځیانو دشمیر کمیدا ته په پام سره  او همد په اربیل هوائي ډګر  د وروستۍ توغندوي حملې  پشمول چې  په بشپړ ډول  مشکوک  اقدام ګڼل ارزول کیږي، د امریکائي پوځیانود  دیره کیدا په مرکزونو او کاروانونو   زیاتیدونکو حملو ته په پام سره ، په عراق کې د ناټو ځواک د شمیر دزیاتولو لپاره  لازمه پلمه برابره  شوي ده .  مسلما   په عراق کې د ناټو ځواک دشمیر   شتون او دپام وړ زیاتیدا ، به نوره یوازې د روزنیزو اقداماتو  په زمینې کې  نه وي  او یو ډول ویل کیدلی شي ، چې  ناټو خواک به  د امریکائي عسکرو جانشین شي .

د عراق د سیاسی چارو یوشناندی  عباس العرداوي وائي ،  دعراق په خاورې کې د  خپلو پوځیانو د اته برابره  زیاتولو لپار د  ناټو ځواک دفیصلې په باب ددغې موسیسې اعلان  یو  ډول نیواکګري  حسابیږي . په حقیقت کې  دناټو ځواک  هماغه امریکائي عسکر دي . پر دې ا ساس ، په بشپړ ډول روښانه ده چې  په  عراق کې د ناټو ځواک زیاتیدا  په دغه هیواد کې د واشنګټن  یوه نوي لوبه ده . واشنګټن فیصله کړې ده ،د پرَدیو  عسکرو د ویستلو په باب د عراق د پارلیمان  پرمسودې ، له یوې بلې لارې سترګې پټې کړي .

 ددغې چارې پوره کیدا به،د اروپا له پولو در آخوا دناټو عملیاتو د جغرافیائي حوزې دپراختیا په معنا وي .  په عین حال کې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د جنرال قاسم سلیماني له ترور وروسته،له عراقه د بهرنیو عسکرو په وتلو مشتمله ددغه هیواد دپارلیمان مسودې  ته په پام سره،په  عراق کې د خپلو عسکرو  دپام وړ تر حده  په زیاتولو کې د ناټو اقدام به،په حقیقت کې    د امریکا ئي پوځيانو د خالي شوي ځاي د ډکولو او په معنا او یو غیر قانوني  اقدام وي .

 

ټیګونه