Feb 21, 2021 11:32 Asia/Kabul
  • سعودي په سيمه کښې د استبداد او ځپنې وړومبۍ رتبه لري

د مطالعاتو د يو مرکز د نتائجو له مخې سعودي د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د غړيو هېوادونو ترمېنځ د ځپنې، استبداد او له د ښاريزو له وژلې سره د اړوندو جرائمو له نظره په وړومبۍ رتبه کښې دے.

د سعودي ويکيلېکس خبري وېبسائيټ د نننۍ رپوټ له مخې البيت الخليجي نومې د مطالعاتو او خپرندويه مرکز وويل، په دغه مرکز کښې ترسره شوي تحقيقات ښودنه کوي چې په سعودي کښې د سياسي ډلو له فعاليت او عمومي آزاديو څخه په مخنيوي کښې د دغه هېواد د چارواکو اقدامات د دې سبب شول چې د آل سعود نظام په سيمه کښې په يو ستر ډېکټاټور شهرت پېدا کړي.

د مطالعاتو دغه مرکز تاکيد وکړ، سعودي د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د هېوادونو ترمېنځ د سياسي مشارکت او د سياسي ډلو د لرلو په اندازه کښې ترټولو وروستۍ رتبه کښې راځي او د اساسي قانون په بنياد د ژوند کولو له نظره هم ډېر زيات ټيټ دے.

دغې تحقيقاتي ادارې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان جنايتونو او د هغه له خوا د سعودي نامتو شهزادګانو او لوړرتبه چارواکو نيولو ته په اشارې سره ويلي دي، سعودي د بن سلمان په دوران کښې د زياتو ظالمانه قضائي محاکمو او نيونو کتونکے دے.

د دغو تحقيقاتو له مخې د رياض رژيم په ټوئيټر شرکت کښې د خپل اېجنټانو له لارې هم کړې شوي  دي د سعودي په نظام د  نيوکه کونکو په زرګونو اکاونټونو او په آل سعود خاندان کښې د ځينو اکاونټونو پېژندګي وکړي او بند يې کړي.   

د آل سعود رژيم دغه اقدامات د دې سبب شول چې زياتره فعالان په نړيوالو محکمو کښې محمد بن سلمان او د سعودي د استخباراتي چارواکو په خلاف شکايت وکړي.

 

ټیګونه