Feb 25, 2021 16:45 Asia/Kabul
  • د صنعا حکومت به یمن د امن ساحل ته ورسوي

وروستي راپورونه ښئ د صنعاء پوځ او د ولسی مبارزو کمیټیو ماموران د مارب ښار په لویدیځ کې دصرواح په جنوب ختیځ کې په وادي ذنه کې پر دوو سیمو مسلط شوي او دغه راز ئې پرمختګ دوام لري .

 زمونږخبریال راپور راکړ د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر  هشام شرف عبدا.... له المیادین خبری چینل سره په مرکې کې وئيلي دي  دصنعاء حکومت  په سولې پسې دی ، خو  د هر ډول سیاسی خبرواترو له پیلیدا مخکې  باید په یمن باندې تیري ودریږي  او  په دغه هیواد کې د هوائي ډګرونو او بندرونو کلابندي او اقتصادي ترهه ګري  هم لغوه شي .

 عبدا...  په یمن په تیریو کې د  امریکا او انګلستان  رول ته په اشارې سره  هم وئيلی  دي ، د یمن  په چارو کې د ملګروملتو  استازی مارتین ګریفیتس  دداسې مسئلو په مطرح کولو پسې دی چې   ښکاري  دملګروملتو نه ،بلکې لازیات  د سعودي ائيتلاف  استازی وي . 

د یمن  خارجه وزیر  دیمن دجنګ  داوږدولو په باب په ایران هرډول تور لګول رد کړي او وئيلي ئې دي ،  دایران حکومت  په ډیرو مرحلو کې له یمن سره مرسته کړې او صنعاء د ایران دملت او مشرانو قدردان دی .

داپه داسې حال کې دي چې د  یمن خبری سرچینو   په مارب ولایت کې د  دغه  هیواد پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ د  مبارزانو  دپرمختګ خبر  او په دغې سیمې کې له سعودي رژيم سره دا ړونده ځواک د  یو شمیر لوړپوړو کمانډرانو دهلاکت خبر هم ورکړی دی .

 وروستي راپورونه ښئ  د صنعاء پوځ  او  د ولسی مبارزو کمیټیو ماموران  د مارب ښار په لویدیځ کې  دصرواح په جنوب ختیځ کې  په وادي ذنه    کې پر دوو سیمو مسلط شوي  او دغه راز ئې پرمختګ  دوام لري .

د یمن پوځي سرچینې  له سعودي ائيتلاف سره  داړونده  او تښتیدلي  ولسمشر منصور هادي سره د اړونده ځواک  د مورچلو د دړې وړې کیدا او دمار ښار  په شاوخوا کې د تیریګرو د پوځيانو دتښتې  خبر ورکړی  او وئيلي ئې دي ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو   ځواکونه  د  هغې ختیځّي سترې لارې په  لور دپرمختګ په حال کې دي چې  مارب ولایت  ، دیمن په ختیځ کې  له حضرموت  ولایت سره یو ځاي کوي  او  دعربستان پولې ته رسیږي .

 

ټیګونه