Feb 26, 2021 07:45 Asia/Kabul
  • عراق کښې د امریکايي پوځیانو په دوو کاروانونو حمله شوې

عراقي سرچینو په دغه هیواد کښې د امریکې د پوځ پر دوو کمکي قافلو باندې د حملې خبر ورکړی دی.

عراقي سرچینو په دغه هیواد کښې د امریکې د پوځ پر دوو کمکي قافلو باندې د حملې خبر ورکړی دی.

صابرین خبري چینل ویلي چې دغه کاروانونه پرون په بغداد او  هم داشان بابل ولایتونو کښې له حملو سره مخ شوې دي.

خو امریکې د دغه خبر په اړه هیڅ نه دي ویلې.

په دې وروستیو میاشتو کښې په عراق کښې د امریکې په پوځي قافلو باندې په کراتو چاودنې او حملې شوې دي.

د عراق زیاتره خلک او ډلې په خپل هیواد کښې د امریکايي ځواکونو شتون نیواکګري ګڼي او د هغوي په سمدستي وتلو ټینګار لري. د عراق پارلیمان هم د دغو ځواکونو د وتلو په هکله یوه طرحه تصویب کړې ده.

 

ټیګونه