Feb 26, 2021 14:02 Asia/Kabul
  • په سوریې باندې د امریکا هوایي برید د بایډن د ادارې د جنګ غوښتنې بېلګه

امریکا له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دې خوا د داعش د ترهګري ډلي سره د مبارزې په پلمه په سوریه کې غیرقانوني مداخلې کړي او د سوریې د حکومت له غوښتنو څخه د سترګو په پټولو سره په دغه هیواد کې خپل فوځي حضور ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې واشنګټن په سوریه کې د مقاومت په ځواکونو باندې برید ته دوام ورکړئ او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د شعارونو په اپوټه د مقاومت د محور په وړاندې د خپل کار له پیله غلیمانه دریځ غوړ کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) تېره شپه اعلان وکړ چي امریکایي ځواکونه د بایډن په حکم د سوریې په ختیځه کې د مقاومت د محور په ځواکونو بمبار کړئ.

په دغه بیانیه کې راغلې: د امریکا فوځیانو د ولسمشر بایډن په حکم د پنجشنبې په ماپښين د سوریې په ختیځ کې د ایران تر ملاتړ لاندې د ډلو په تاسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

د امریکا د دفاع وزارت بیانیه زیاتوي: ولسمشر بایډن د امریکایې پرسونل او د ائتلافي ځواکونو د ساتنې په لړ کې به اقدام وکړي، دې سره هممهاله زموږ دغه برید یو سنجول شوی اقدام و چي د سوریې په ختیځو سیمو کې د ټنشنونو د له مینځه وړلو په لړ کې تر سره شو.

داسي ښکاري چي بایډن له دغه برید څخه یو لړ اهداف لري.

لومړی دا چي واشنګټن فکر کوي چي په سوریې باندې په برید سره په عراق کې په امریکایي اډو منجمله د اربیل په اډې باندې بریدونو ته ځواب ویلی دی.

امریکا په عراق کې په امریکایانو باندې تر سره شوي بریدونه په دغه هیواد کې د ایران تر ملاتړ لاندې د ډلو له خوا بللی و، او د یوې پرېکندي ځواب وعده یې ورکړې وه.

دا په داسي حال کې دی چي ایران د اربیل په هوایي میدان باندې برید په زغرده سره وغندل او دغه برید یې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د پاتي کېدو لپاره د پلمې د جوړلو په لړ کې یو مشکوک اقدام بللی و.

امریکا اوس په عراق کې د داعش د ترهګري ډلي له پاتي شونو څخه ملاتړ کوي. د عراقي وتلی کارپوه موید العلی په وېنا امریکایي فوځیان د بې پیلوټو الوتکو او د معلوماتو په ورکولو سره د داعش د ترهګري ډلي له پاتي شونو څخه ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کې دی چي په عراق کې د امریکا له فوځي حضور سره  د خلګو او سیاسي ډلو مخالفتونه  د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ تر میاشتي وروسته (کله چي امریکا په یوه تروریسټي اقدام کې د قدس د ځواکونو قومندان سردار سلیماني او ورسره د حشد الشعبي مرستیال ابومهدی المهندس یې په شهادت ورسول،) زور واخیست.

تر دغه تروریستي اقدام وروسته د عراق پارلمان له دغه هیواد څخه د امریکایي ترهګرو فوځیانو د وتلو پرېکړه لیک تصویب کړ خو له دې سره سره واشنګټن د عراق د پارلمان پرېکړه لیک څخه په سرغړونې سره خپل ۲۵۰۰ فوځیان په دې هیواد کې ساتلي دي.

په سوریه کې د مقاومت د محور په ځواکونو باندې د امریکایانو د برید یو بل هدف دا دی چي واشنګټن د سوریې څخه د مقاومت د محور د ځواکونو د وتلو په اړه د صهیونیستي رژیم له غوښټنې څخه خپل ملاتړ وښيي.

اسرائیل د کلونو را په دې خوا په سوریه کې د مقاومت د محور په سنګرونو او قرارګاوو باندې هوایي بریدونه کوي.

د بایډن اداره چي تر دې مخکې د ټرامپ د سیاستونو د صحیح کولو ادعا درلوده اوس د هغه په قدمونو باندې په تګ سره په سوریې کې د جنګ جوړونې سیاست ته دوام ورکوي.

په سوریه کې د امریکا فوځي شتون د دې هیواد د قانوني حکومت د مخالفت سره سره د نړیوالو اصولو او قوانینو او همدارنګه د سوریې له ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه ښکاره خلافورزي بلل کیږي.

  امریکایي ځواکونه د سوریې په ختیځه کې چي د دې هیواد د تېلو زیرمي شتون لري ځای پر ځاي شوي او د سوریې د تیلي زېرمو څخه غلا ته ملاتړلي دي.

په سوریې باندې د امریکایي ترهګرو ځواکونو وروستي برید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له همږغۍ او اجازې پرته تر سره شوی دی هغه هم په داسی یو هیواد باندې چي د ملګرو ملتونو غړی دی.

بایډن د دغه برید د حکم په صادرولو سره وښودله چي په سپینه ماڼۍ کې د نویو ولسمشرانو په تګ او راتګ سره په سیمه او نړۍ کې د امریکا غلیمانه او جنګ غواړې سیاستونه نه بدلیږي.

 

 

ټیګونه