Feb 27, 2021 05:50 Asia/Kabul
  • په سورئې کې د امریکاشتون غیر قانوني او نیواکګري ده

امریکا صهونیسټي رژيم او ځيني مرتجع عرب هیوادونه په سیمې کې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې کې د مقاومت دچورلیز دځواک له بریالیتوبونو وروسته دمقاومت پر جبهې د دباؤ د زیاتولو لپاره بیا لاس په کار شوي دي .

روسیا الیوم ټيلیویژني  چینل  راپور ورکړی،  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون ناوخته په یوه خبری کنفرانس کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  په سورئې کې د امریکا شتون غیر قانوني دی وئيلي دي ،ماسکو به په دې باب له ا مریکا توضیح وغواړي .

 لاؤروف  وئيلي ، ماسکو داسې شواهد لري چې په نامحدود ډول  په سورئې کې  د  دیره ځواک د ساتلو لپاره د امریکا د پرورګام ښودنه کوي  او دوي ددغه هیواد په کنډوالې  په بدلولو پسې دي .

 د روسیې خارجه وزیر  په دې خبرې په ټينګار سره چې  په سورئې کې د امریکائي پوځیانو شتون غیر قانوني دی ، زیاته کړې ده، ماسکو  د  سورئې په باب  له واشنګټن سره دسیاسی خبرو بیا پيلیدا ته ډير اهمیّت ورکوي .

 هغه په عین حال کې وئيلي دي ، هیله مند یوو چې د امریکا نوی حکومت ډير زر ددې موخې لپاره  خپلې ډلې ټپلې جوړې کړي .

د روسیې  د ولسمشرۍ  ویندوي دیمیتري پسکوف  او د خارجه وزارت ویندوئې ماریا زخارووا  هم پرون  د سورئې په ختیځ ې د  مقاومت د چورلیز په  مرکزونو د  امریکا هوائي حملو په محکومولو سره  له واشنګټنه غوښتي دي ، دد دمشق د حکومت دحاکمیّټ  دحق احترام دې وکړي . د امریکا جنګ وزارت پنټاګان بیګا  وړمه شپه دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،دسورئې په ختیځ کې ئې د مقاومت دچورلیز په مرکزونو باندې د ولسمشر بایډن په فرمان سره  بمباري کړې ده . امریکا صهونیسټي رژيم  او ځيني مرتجع عرب هیوادونه  په سیمې کې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې کې د مقاومت دچورلیز دځواک له بریالیتوبونو وروسته دمقاومت پر جبهې د  دباؤ د زیاتولو لپاره بیا لاس په کار شوي دي .

Image Caption

 

 

ټیګونه