Feb 28, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • په سوریې باندې د امریکې حملې د ملګرو ملتو د منشور خلاف ورزي ده

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو لیک په ورلیږلو سره د سوریې په خاورې باندې د امریکې بریدونه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتو د منشور د مفادو خلاف ورزي وبلله.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو لیک په ورلیږلو سره د سوریې په خاورې باندې د امریکې بریدونه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتو د منشور د مفادو خلاف ورزي وبلله.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دغه لیک کښې له امنیت شورا وغوښتل چې د نړیوالې صلحې او امنیت په ساتنه کښې خپلې دندې پوره کړي او د سوریې په خاورې باندې د امریکې د بریدونو د مخنیوي او د هغو د نه تکراریدو لپاره یې د دغه ارګان د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتو کښې د سوریې دائمي استازي بسام الصباغ هم امنیت شورا ته په خطاب کښې په خپله وینا کښې، په خپل هیواد کښې د امریکايي نیواکګرو په اقدام باندې په نیوکې سره وویل: د سوریې انساني حالاتو ته قصداً بې پامي کیږي.

د امریکې دفاع وزارت تیره جمعه وویل چې د دغه هیواد پوځ د جو بایډن په حکم د سوریې په ختیځ کښې د مقاومت د ډلو سنګرونه بمباري کړي دي.

 

ټیګونه